عتیق الرحمن تلسیمیا مرکز

وینه ورکړئ، ژوند وژغورئ

مونږ څوک یو؟

عتیق الرحمن تلسیمیا مرکز د ننګرهار عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو د ملي سوداګر عتیق الرحمن هډوال په مالي مرسته په ننګرهار سیمه ایز روغتون کې د تلسیمیا ناروغانو د درملنې په موخه جوړ شوی
یاد
 مرکز چې موخه یې د تلسیمیا د ناروغانو دایمي درملنه ده د شلو ۲۰ ناروغانو د درملنې ظرفیت لري چې د پرسونل معاش او اړونده امکانات یې د ملي سوداګر عتیق الرحمن هډوال(عتیق الرحمن ګروپ) له لوري ورکول کیږي
یاد مرکز په ننګرهار سیمه ایز روغتون کې په ۱۳۹۶ کال د جوزا د میاشتې په پنځمه نیټه د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز، سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، د ولسي جرګې غړیو انجینر سید اکرام، امیرخان یار، د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دوراني
ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کامه وال او د ملي سوداګر عتیق الرحمن هډوال له لوري پرانستل شو

زموږ لید

د وينې د بسپنې د ناروغانو ستونزې حل کول او د دې ناروغانو درملنې لپاره اسانتياوو برابرولو لپاره د نورو پرمختللي روغتونونو سره د راتلونکي همکارۍ لپاره زمينه برابرول.

زموږ ماموریت

عتیق الرحمن تلسیمیا مرکز د ننګرهار عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو د ملي سوداګر عتیق الرحمن هډوال په مالي مرسته په ننګرهار سیمه ایز روغتون کې د تلسیمیا ناروغانو د درملنې په موخه جوړ شوی