اړین معلومات

د تلسیمیا ناروغیۍ په اړه معلومات

دجینیټيکي ناروغیو څخه یوه ناروغي ده چې ددې په اثر هیموگلوبین خپل طبیعي جوړښت له لاسه ورکوي او په دې توگه د هیموگلوبینو یو غیر موثر تولید پدیده په بدن کې زېږول کیږی چې هغه نیمگړي هیموگلوبینو له وجې اکسیجن نشي کولای د بدن ټولو غړو ته ورسيږي. دلته خبره د هیموگلوبینو د کمښت نه بلکه د غیر طبیعي هیموگلوبینو د زياتيدني مسئله ده
تلسیمیا د ارثی ناروغیو څخه یوه ناروغۍ ده چی پکی هیموگلوبین په ناسم ډول جوړیږي. د ناسمو هیمو گلوبینو د جوړیدای په پایله کی اکسیجن په سمه توگه نه لیږدول کیږی او همدارنگه د وینی د سرو کرویاتو د ویجاړتیا لامل هم گرځي. تلسیمیا د جین د یوی نوع د نه شتون له امله منځ ته راځی چی په پایله کی د هیموگلوبینو چی په سری کرویاتو کی د اکسیجن د لیږد دنده پر مخ بیایی جوړیدل اغیزمنیږي. په تلسیمیا اخته وگړي لږ هیموگلوبین جوړوي او په دوران کی یی د وینی د سرو کرویاتو شمیر لږ وي، چی په پایله کی په خفیفی یا شدیدی وینه لږي اخته کیږي. تلسیمیا کیدای شي د ځینو اختلاطاتو لکه د اوسپنی د ډیروالي، د هډوکو ناسموالی او د زړه او رگونو د ناروغیو لامل شي. خو د وینی همدا ارثی ناروغي د ملاریا په تیره بیا د پلازمودیم فلسیپارم چی په هغو ساحو کی چی دا ارثي ناروغي ډیره وي ډیر پیدا کیږي، په وړاندی د ناروغ د خوندیتوب سبب گرځي. تلسیمیا عموما په هغو ماشومانو کې راڅرگندېږي چې په مور یا پلار کې یې د بیتا تلسیمیا (کم خوني) شتون ولري، او دا بیتا تلسیمیا نه وي تشخیص شوي. په دې ناروغۍ کې باید ناروغ ماشوم ته وخت په وخت تازه وینه ورکړ شي.

مخکی د وینې ورکولو څخه باید لاندې نقاط  په نظر کې ونیول شي

 د وینې ورکوونکي عمرباید د ۱۸ ــــ ۶۰ کالوپوری وی
د وینې ورکوونکي وزن باید د ۴۵ کیلو څخه کم نه وی
د وینې ورکوونکي هموګلوبین باید د ۱۲.۵ څخه کم نه وی
د وینې ورکوونکي سیریالوژي معاینات منفي وي
کوم لوی عملیات یې نه وي کړی  .
ملاریا ،محرقه ،نفستنګی ،الرژي یا حساسیت ونه لري
تبرکلوز ونه لري په همدې ورځو کې یې واکسی نه وي کړی
فشار یې نورمال وي تبه ونه لري، نبض یې ۵۰ ـــ ۱۰۰ په دقیقه کې وي
قلبي تکلف ونه لري، شکر ونه لري که کنترول وی وینه ورکولای شي
د دری میاشتو څخه مخکی یی وینه نه وي ورکړ
ي

داسلام  له نظره د وینې ورکولو ګټی

الله په قرانکریم کی فرمایی . ومن احیاها فکانمااحیاالناس جمیعا
ژباړه : چاچې یونفس ته ژوند ور وباښه لکه چه ټول انسانیت ته یی ژوند ور وباښه

یو روایت کی راځی چه یوه ورځ رسول الله ص دخپل بدن وینه دخکردلګولوپه واسطه وایستله بیایی یوصحابی ته ورکړه چه دالری کړی هاغه صحابی دالله ج درسول دامبارکه وینه وڅخله راغی دالله ج نبی ورڅخه پوښتنه وکړه وینه دی څه کړه هغه ورته وویل هغه می وڅښله رسول الله ص ورته وفرمایل .بدن به   دی اورونه سوزوی ترڅوچه زما وینه ستابدن کی وی
دپورتنی مبارک حدیث څخه جوته شوه چی دوینی ایستل نبوی عمل دی که په هغی وخت کی پرمخ تللی وسایل وای نودوینی ورکړه به خامخا دودشوی وایی